طالبانو له امریکا غوښتي، چې د نظامي ځواکونو تر اېستلو وروسته دې خپل دیپلوماتان په افغانستان کې پرېږدي.
د واشنګټن پوسټ د راپور له مخې، طالب استازو له امریکا غوښتي، چې خپلو ډیپلوماتیکو اړیکو ته دوام ورکړي.
ټاکل شوې، چې تر راتلونکو درې ورځو له افغانستان ټول بهرني نظامي ځواکونه ووځي او د امریکا پیل کړې ۲۰ کلنه جګړه ظاهراً پای ته ورسېږي.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ویلي، امریکا په افغانستان کې د خپل ډیپولماتیک حضور لپاره ارزونه پیل کړې ده، خو تر اوسه یې وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.