Skip to content
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکتر نعیم پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي او ورسره هئیت یې د خوړو نړیوال سازمان له اجرائیوي مشر ډیوډ بېسلې سره په دوحه کې کتلي دي.
ډاکتر نعیم لیکلي، کتنه کې له افغانستان سره پر بشري مرستو او روان وضعیت بشپړې خبرې شوي دي.
نوموړي ویلي، د خوړو نړیوال پروګرام مسؤلینو سره خبرې وشوې، چې د دوی له لارې باید د افغانستان بې وزله خلکو ته ژر تر ژره مرستې ورسېږي.
شیر محمد عباس ستانکزي د نړیوال خوراکي پروګرام مشر ته د اسلامي امارت لخوا د امنیت او همکارۍ ډاډ هم ورکړی دی.