د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي نیوکې کوي،چې طالبان په ټول افغانستان ولکه لري او نه دي توانیدلي،چې د چاودنې مخنیوی وکړي.
د سیاسي چارو شنونکی ویس ناصري وايي:« طالبان ادعا کوي، چې په ټول افغانستان ولکه لري او ټول ځایونه امنیت دي، پوښتنه داده،چې داعش څنګه فعالیت کوي او له کومه راغللؤ د امریکایانو په شتون کې چاودنه کوي او د طالبانو حکومت تر پوښتنې لاندې راولي»
اخوا د سیاسي ځینې نور شنونکي بیا د دې چاودنې مخنیوی ځکه ناشونی بولي،چې هلته د افغانانو ګڼه ګوڼه زیاته وه او ډېرې نیوکې په امریکا دي، چې په لوی لاس یې داسې وضیعت رامنځته کړی او چاودنې ته یې زمینه برابره کړه.
د سیاسي چارو شنونکی خلیل احمد نادم وايي:« د چاودنې مخنیوی ځکه ناممکن وه،چې هلته ګڼه ګوڼه زیاته وه او ټولو هڅه کوله،چې له بکسونو سره دننه شي او امریکا هم له دې چاودنې مالومات درلود.»
په هوايي دګر کې له چاودنې وروسته د خلکو ګڼه ګوڼه څو برابره کمه شوې او طالبانو یې د امنیت په برخه کې قوي اقدامات کړي دي او یوازې هغو کسانو ته اجازه ورکوي،چې قانوني اسناد ولري.
د کابل هوايي ډګر ختیځه دروازه کې د پنجشنبې ماښام په غبرګو چاودنو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۰۳ ملکي کسانو او۱۵ امریکايي سرتیرو وژل تائید شوي او شااوخوا ۱۶۰ کسان ټپيان دي. د یاد برید مسوولیت د داعش خراسان ډلې منلی دی.