Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د کابل نړیوال هوايي ډګر مسوولیت ترکیې ته سپارل کېږي

admin by admin
2021/08/28

ناټو د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د کابل نړیوال هوايي ډګر د ساتنې مسوولیت ترکیې ته سپاري.

 د کابل هوايي ډګر د امنیت ساتلو پر سر له څو میاشتو راهیسې د ناټو غړو هېوادونو ترمنځ ناندرۍ روانې دي، چې دغه مسوولیت د دې سازمان غړي هېواد ترکیې ته ورکړي.

ترکیې له وړاندې د کابل نړیوال هوايي ډګر ساتنې مسوولیت اخیستو ته ټټر وهلی دی.

د ترکیې ولسشمر رجب طیب اردوغان وايي، ترک چارواکي د روانې میاشتې پای کې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د افغان پلازمېنې کابل هوايي ډګر چارو سمبالولو کې د مرستې پر موضوع له طالبانو سره مخامخ خبرې کوي.

اردوغان زیاته کړې: «ترک چارواکو له طالبانو سره درې نیم ساعته خبرې کړي او په وینا یې طالبانو د ترکانو له خوا په داسې صورت کې د هوايي ډګر چارو سمبالښت ته چمتوالی ښوولی دی، چې د امنیت مهمې چارې به یې خپله طالبان سمبالوي او د تخنیکي عملیاتو برخه به یې ترکان سمبالوي.»

خو طالبان د کابل هوايي ډګر امنیت او تخنیکي چارو مسولیت په تړاو ترکیې هېواد ته سپارل ردوي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: «موږ هغه راپورونه ردوو چې د ترکیې له هېواد څخه غوښتنه شوې ده چې د کابل هوايي ډګر د امنیت او نورو برخو کي دي له  اسلامي امارت سره مرسته وشي.»

د کابل هوايي ډګر کې دا مهال امریکايي او بريټانوي ځواکونه دېره دي او د هوايي ډګر شااوخوا امنیت د طالبانو له خوا نیول شوی دی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist