د امریکا پوځ ویلي، دا برید پرون شپه د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار اوومې ناحیې اړوند قلعه نغرک سیمه کې شوی دی.
د امریکا د سمندري ځواکونو ویاند ویلي، برید د بې پیلوته الوتکې له لوري شوی او نور چا ته په کې زیان نه دی اوښتی.
د امریکا ولسمشر جو بایډن د کابل پر هوایي ډګر کې د داعش خراسان څانګې له ځانمرګي برید وروسته، چې تر سلو زیاتو افغانانو پر وژل کېدو سربېره، دوولس امریکایي سرتېري هم پکې ووژل شول او پنځلس نور ټپيان شول، له دغې ډلې نه پر غچ اخیستنې ټینګار کړی و.