ویل کېږي، چې پاکستاني ځواکونو پرون سهار د هېواد په ختیځ تورخم کې پر افغانانو ډزې کړي دي.
سرچینې وایي، دغه شمېر افغانان تورخم ته ورغلي او هڅه یې کوله، چې پاکستان ته واوړي، چې هغوی پرې ډزې وکړې.
په دغه پېښه کې شپږ کسان شهیدان شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.
طالبانو او پاکستاني چارواکو تراوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.