د دوی پر باور طالبان باید پر هغه څه عمل وکړي،چې رسنیو سره یې ژمنه کړې ده.
د سیاسي چارو شنونکی شېر حسن حسن وايي:« طالبان،چې کابل ته راغلل، له مجاهد م و په څو خبري کنفرانسونو کې دا خبره اورېدلې،چې دوی مطبوعاتو ته ازادي ورکوي.البته د یوه ملي تعرف شوي سیاست له مخې،چې دوی به یې بیا حتما د حکومت جوړولو په لړ کې اعلان کړي.»
له بل لوري د طالبانو فرهنګي کمېسیون ویلي،دوی افغان خبریالانو ته د کار کولو نوی چوکاټ جوړ کړی دی.
طالبان وایې، هغه ژورنالستان،چې رپوټونه کوي،لومړی به له فرهنګي کمېسیون سره ګوري او بیا به اجازه لیک ترلاسه او کار پيل کړي.
د فرهنګي کمېسیون سکرتر بلال کریمي وايي:« په دې اړه باید ووایم،چې موږ خبریالانو د رسنیو پر سطحه یو اجازه لیک ورکوو. نو هر خبریال کولای شي،چې د یوې رسنۍ پر استازي راشي او له موږ اجازه لیک ترلاسه کړي. انشاء الله بیا به دوی ته کومه ستونزه نه وي. دوی چې کله بیا هرې سیمې ته ځي، د اطلاعاتو او فرهنګ اجازه لیک به ورسره وي. دوی سره بیا برخورد نه کېږي.»
شنونکي په دې باور دي،چې ژرونالستان بې طرفه خلک دي او یوازې د حقایقو او مالوماتو د رسولو دنده پر غاړه لري.
دوی له اوسني حکومته غواړي،چېژورنالستانو ته دې کاري چاپیریال برابر او د دوی د کارونو د خنډ او ځنډ سبب دې نه جوړېږي.
د سیاسي چارو شنونکی احمد خان اندړ وايي:«خبریالان ډېر بې پرې، بې غرضه او مظلوم خلک دي او تل یې د افغانستان د خلکو غږ پورته کړی دی، که دا د جمهوریت په لور کې ول او که د طالبانو په خوا کې ول.»
طالبانو ویلي دوی د بیان ازادۍ ته ژمن دي او رسنۍ کولای شي،په ډاډه زړه خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.
د اګسټ پر ۱۵ طالبان د افغانستان پر جغرافیې حاکم شول،چې ورسره ګڼ برخو کې بدلونونه راغلل،یو څه چې له دغه بدلون متاثره شول، د بیان ازادي بلل کېږي.