Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل: له هوايي ډګره د هغو کسانو تګ لاهم سخت دی،چې قانوني اسناد په لاس کې لري

admin by admin
2021/08/26

د لسو ورځو په تېرېدو سره لاهم د کابل له نړیوال هوايي ډګره په قانوني او اسانه توګه بهر ته تګ ناشونی دی. 

هغه کسان،چې بهرنی پاسپورت او قانوني اسناد  لري، نیوکه کوي، چې د ګڼې ګوڼې له امله بې سرنوشته پاتې دي.

د کابل ښار اوسېدونکی وايي:« که څه هم ذبیح الله مجاهد ویلي وه،چې ټولو کسانو  ته عفوه شوې،خو له دې سره سره د شپې له لوري  طالبان  زما کور ته راغلي ول. زه په دشتي برچي سیمه کې اوسېږم. کله چې زما امنیت خوندي نه وي او وسله هم ونه لرم، نو ښکاره ده،چې ګواښ سره مخ یم.» 

یو شمېر کسان بیا له پنځو ورځو راهیسې  د هوايي ډګر تر څنګ ناست دي،خو بیا هم نه توانیدلي،چې دننه شي او طالبانو یې مخنیوی کړی دی.

د کابل ښار اوسېدونکی: « زه اسناد په لاس کې لرم. برېښنا لیک هم راته شوی دی. خو ګڼه ګوڼه زیاته ده.دا ګڼه ګوڼه هغو کسانو جوړه کړې، چې اسناد په لاس کې نه لري. همدا لامل دی،چې د طالبانو  او د بهرنیو له لوري مو   مخه نیول کېږي او دروازې تړي.چاته اجازه نه ورکوي،چې میدان ته دننه شي.» 

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا له  خلکو غوښتي،چې خپلو کورونو ته ستانه شي او دغه راز یې له امریکایانو هم غوښتنه کړې،چې خلک دې  د هېواد پرېښودلو ته نه هڅوي.

مجاهد زیاته کړه:« د اسلامي امارت هڅه کوي،چې ګڼه ګوڼه کمه کړي. هغه کسان په هوايي ډګر کې راټول شوي، ډاډ ورکوم،چې راشي، خپلو کورونو ته او ارام ژوند ته راوګرځي. خلک دې عادي ژوند وکړي او هېچا ته هم ګواښ پېښ نه دی. موږ دوی ته بشپړ ډاډ ورکوو.» 

د امریکا ولسمشر جو بایډن، په ټینګار سره ویلي، باوري دی،چې له افغانستانه به د امریکايي وګړو او کارکوونکو د اېستلو بهیر به د روانې اګست میاشتې د پای تر ټاکل شوې نېټې پورې بشپړ شي.

بایډن سه شنبه سپینه ماڼۍ کې په خپلو ټلویزیوني څرګندونو کې زیاته کړه،چې له کابله د الوتنو شمېر ډېر شوی او په وینا یې، ټول هغه کسان به پاتې ورځو کې و اېستل شي، چې په اړوندو شرایطو برابر وي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist