ویل کېږي، چې د معاشونو سربېره یې ځینو کسانو ته اېښودل شوې پیسې هم ورکړي دي.
د کابل بانک ځینو مسؤلینو ویلي، هغه کسان چې په بانک کې یې پیسې وي، کولی شي تر۳۰ زرو پورې افغانۍ واخلي.
د کابل بانک کارکوونکو هم خپل معاشونه اخیستي او بانک پرانیستی دی، خو ګڼه ګوڼه پرې له حده زیاته ده.
په ټوله کې ویل کېږي، چې د شنبې ورځ به شهزاده مارکېټ هم پرانستل شي او ټول صرافان به خپل فعالیت پیل کړي.