د چین ولسمشر شي جین پینګ ویلي، د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه نه کوي او تل د افغان مسئلې د سياسي حل په چارو کې رغنده رول لوبوي.
نوموړي ویلي، هېواد یې له روسيې او د نړيوالې ټولنې له نورو خواوو سره تګ راتګ زياتوي او د افغانستان بیلا بیل لوري به وهڅوي، چې پرانيستی او ټول شموله سياسي چوکاټ جوړ کړي.
هغه ویلي، افغانان دې نرمې او سالمې بهرنۍ او کورنۍ تګلارې غوره کړي، له ترهګريزو ډلو سره دې اړيکې پرې کړي او د نړۍ له بېلا بېلو هېوادونو سره په تېره بيا له ګاونډيو هېوادونو سره دې ښې اړيکې ولري.