د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، غواړي د افغانستان مسئلې په څو اړخيزه ميکانيزم کې فعال ګډون وکړي.
ویلادیمیر پوتين ویلي، مسکو او چين د افغان مسئلې په اړه ورته دريځ او ګډې ګټې لري.
پوتین زیاته کړې، روسيه غواړي، له چين سره نږدې همغږي وکړي او د افغان مسئلې په څو اړخيز ميکانيزم کې فعال ګډون وکړي.
نوموړي زیاته کړې، افغانستان کې د وضعیت ارامولو، له ترهګرۍ سره د مبارزې، د نشه يي توکو د قاچاق بندولو، د بهرنيو کړيو د لاسوهنې د مخنيوي او د سيمه ييز امنيت او ثبات د ساتلو لپاره روسیه او چین ګډې هڅې کوي.