Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پر کابل هوايي ډګر د داعش ډلې برید نړیوال غبرګونونه را وپارول

admin by admin
2021/08/26

یوه ورځ وروسته له هغې چې امریکا او بريټانیا پر کابل هوايي ډګر د احتمالي خونړي برید خبر ورکړ، د پنجشنبې په مازیګر د یاد ډګر په ختیځه دروازه کې دوه ځایه درنې چاودنې وشوې.

 چاودنې نن مازیګر نږدې شپږ بجې د هوايي ډګر ختیځه دروازه کې پر عامو خلکو شوې دي.

بریدونو کې ملکي افغانان، د هوايي ډګر ساتونکي طالبان او په ټپيانو کې امریکايي سرتیري هم شامل دي.

دواړه چاودنې د هوايي ډګر ختیځه څنډه ابې ګېټ نومې دروازې ته نږدې شوي، چرته چې له تېرو څو ورځو راهیسې په‌کې سلګونه افغان کډوال یو ځای شوي وو.

که څه هم تر اوسه د چاودنو نوعیت نه دی معلوم شوی، خو په ویډیوګانو کې ښکاري چې دویمه چاودنه د ځای پرځای شویو چاودیدونکو توکو له امله وه.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي په چاودنو کې د افغانانو سربېره د امریکايي سرتیرو مرګ‌ژوبله هم تائید کړې او وايي چې په دغه چاودنه کې یو شمېر امريکايي سرتېري وژل شوي او یو شمېر ټپیان دي. خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د وژل شویو شمېر دیارلس او د ټپیانو شمېر ۵۲ تنه ښودلی.

د کابل ایمرجنسي روغتون بیا وايي چې دې روغتون ته ۶۰ ټپیان او شپږ جسدونه وروړل شوي.

له بلې خوا، روسي رسنۍ وايي چې په دغه چاودنو کې ۴۰ تنه وژل شوي او ۱۲۰ تنه ټپیان دي.

د پيښې قربانیان ټول هغه ملکي افغانان دي چې بهرني پاسپورتونه لري، یا یې تیرو کلونو کې د ناټو سازمان سره همکاري کړې او یا هم پر کابل د طالبانو حاکمیت له وروسته له بهرنیو هېوادونو څخه ورته خپلو خپلوانو بللي دي.

طالبانو دغه برید غندلی او ویلي یې دي چې برید د بهرنیانو تر کنټرول لاندې سیمه کې شوی دی.

له پيښې وروسته له کابل هوايي ډګر نه الوتنې درېدلي او هلته ور ټول شوي زرګونه خلک شړل شوي دي.

دغې پېښې په کور دننه او بهر سخت غبرګونونه راپارولي، په پراخه کچه غندل شوې او دا په افغانستان کې د یوې بلې پېچلې جګړې پيلامه بلل شوې ده.

له برید یو ساعت وروسته د بریټانیا لومړي بورېس جانسن دافغانستان په تړاو د کابینې بېړنۍ ناسته را غوښتې ده.

جانسن دغه راز ويلي چې له افغانستانه د خپل هېواد اتباعو او افغانانو ويستلو لړۍ ته دوام ورکوي.

بل پلو د اسرائېلو د لومړي وزیر دفتر اعلان کړی چې پر کابل هوايي ډګر د برید له امله امریکايي ولسمشر بایډن سره لومړي وزیر نفتالي بنت لیدنه ځنډولې ده.

د روسیې سپوتنیک رسنۍ راپور ورکړی چې، پر کابل نړیوال هوايي ډګر د بریدونو مسوولیت داعش وسله ‌والې ډلې منلی دی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist