لاریون کوونکي د غزې او اسراييلو پر ګډه پوله دغه لاریونونه داسې مهال کوي، چې د اسراييلي ځواکونو له لوري پرې ډزې کېږي.
غزې تړانګه کې چارواکي وايي، په وروستیو نښتو کې ۱۴ تنه لاریون کوونکي ټپیان دي.
د دغو لاریونونو مشري د حماس ډلې غړي کوي، چې اوس د اسراييلو له لوري جلا جلا نښه کېږي.
په غزې تړانګه کې وروستۍ نښتې او کړکېچونو د فلسطین او اسراييلو ترمنځ ترینګلتیاوې زیاتې کړي دي.
اخوا د اسراييلو لومړي وزیر د امریکا له بهرنیو چارو وزیر سره هم کتلي او په سیمه کې یې د روان وضعیت په اړه خبرې کړي دي.