د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره پر ټیلیفون د افغانستان په اړه خبرې کړي دي.
د روسیې او پاکستان مشرانو په افغانستان کې د داسې یوه حکومت پر جوړېدو هم بحث کړی، چې پکې د ټولو خلکو ګټې په پام کې ونیول شي.
د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین ویلي، دا وېره شته چې ترهګر او بېلا بېلې وسله والې ډلې، چې افغانستان ته یې پناه وړې ده له اوسنۍ ګډوډۍ ګټه واخلي او روسیې او متحدانو ته مستقیم ګواښ رامنځته کړي.
بل پلو پاکستان ویلي، باثباته، خوندي او سوله ییز افغانستان د پاکستان او سیمې په ګټه دی.
له هغې ورځې، چې طالبانو د افغانستان ۳۳ ولایتونو تر خپل حاکمیت لاندې راوستل، پاکستان د افغانستان لپاره د یوې سیمه ییزې اجماع جوړولو په لټه کې دی.
په همدې موخه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د تاجکستان او ازبیکستان له چارواکو سره کتلي او د ایران له چارواکو سره به هم پرې خبرې وکړي.