Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

مجاهد: پنجشیر به ډېر ژر په سوله ییزه توګه له اسلامي امارت سره یوځای شي

admin by admin
2021/08/25

د اسلامي امارت د فرهنګي کمېسیون مشر او ویاند ذبیح الله مجاهد د سه شبنې ورځ د« ۱۴۰۰کال د وږي پر ۲ مه» له شمشاد ټلوېزیون سره په خبرو کې وویل، د پنجشیر ولایت مشرانو او جهادي قوماندانو سره یې خبرې روانې دي او ژر ده، چې دغه ولایت په سوله ییزه توګه له اسلامي امارته خپل ملاتړ اعلان کړي.

مجاهد  زیاته کړه:« موږ د پنجشینر له ولس سره په اړېکه  کې یو. له علماوو، مشرانو، متنفذینو، جهادي مشرانو سره مو خبرې روانې دي. دا خبرې داسې حد ته رسېدلي،چې په نږدې وخت کې به دغه ستونزه بې له جګړې هواره شي. زه ویلی شم،چې ۸۰ سلنه به جګړې ته اړیتا پېښه نه شي. موږ نن کوم مالومات،چې لرو، هغه دا دي،نږدې ده،چې یو تفاهم وشي او هلته وروستي مزاحمتونه،چي دي،هغه هم پای ته ورسېږي.»

مجاهد وايي، جګړه د حل لار نه ده،که بیا هم په پنجشیر کې میشت ځواکونه د جګړې لار غوره کړي،نو دغه دره یې له څلورو اړخونو کلا بنده کړې. 

هغه زیاتوي:«  موږ په هېڅ صورت جنګ نه غواړو. که مجبور نه شو، زموږ له  اړخه به جنګ نه پیل کېږي. سره له دې،چې ځواکونه مو د پنجشیر شااوخوا ته رسېدلي او د بدخشان،تخار، بغلان، نورستان، او لغمان له خوا د پنجشیر سیمو ته داخل شوي دي. زموږ ځواکونه ګلبهار ته هم رسېدلي دي. په هر صورته موږ نه غواړو،چې مسله جنګي شي او مسله ستونزو ته ولاړه شي.  » 

په ورته وخت کې مجاهد په پنجشیر کې  د میشت ځواکونو مشرانو ته ډاډ ورکوي،که کابل ته راشي،نو امنیت به یې خوندي وي او ارامه ژوند به ولري.

مجاهد وايي:« زه ډاډ ورکوم،که د پنجشیر خلک وي، که له بل ځایه څوک راشي،د تېر نظام خلک وي، لوړپوړي کسان یې وي، هېڅا ته به امنیتي ستونزه نه وي. دلته دوی د  ارامه ژوند، د ښه ابرومندانه ژوند حق لري او زمینه به ورته برابرېږي.  که موږ د دوی اندېښنه حس کړو، هغه  اندېښنه به یې رفعه کوو. » 

 پنجشیر یوازینی ولایت  دی،چې لاهم طالبان نه دي ورغلي او له دغه ولایته د طالبانو پر وړاندې  د جګړې او مقاومت خبرونه خپریږي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist