اخوا د سیاسي چارو یو شمېر تحلیل کوونکي بیا وایي، په لنډ وخت کې د حکومت جوړېدل ستونزمن دي او طالبان به په دې چاره بریالي نه شي.
دوی ټینګار پر دې کوي،چې داسې یو حکومت باید جوړ کړای شي،چې ټول په کې ګډون ولري او هېڅ لوری بیرون پاتې نه شي.
د سیاسي چارو شنونکی زیارمل نازک میر وايي:« داسې یو حکومت،چې په هغې کې ټول افغانان ځان وویني او هم نړیوال مشروعیت ولري. د داسې یوه حکومت جوړېدو لپاره وخت ته اړتیا ده. دا چې طالبان هم تر اوسه پورې نه دي توانېدلي،چې حکومت اعلان کړي، اصلي لامل یې همدا دی.»
د طالبانو له لوري په ولایتونو او کابل کې ځینو ادارو ته د طالبانو له لوري کسان ورپېژندل شوي دي.
خو په خواله رسنیو کې پر طالبانو نیوکې شوي دي،چې مسلکيتوب په پام کې نه ده نیول شوی او هرې ادارې ته یو ملا معرفي شوی دی.
اوس مهال د افغانستان د اداره کولو لپاره کوم مشر نه دی ټاکل شوی او د هغو خبرو پایله هم څرګنده نه ده،چې د نوي حکومت د جوړېدو لپاره د طالبانو او کابل کې د پخواني ولسمشر حامدکرزي او ډاکټرعبدالله عبدالله له لوري روانې دي.