د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، لویدیځوال د دې لپاره له اوکراین سره یوځای شوي، چې روسیه تخریب کړي.
سرګي لاوروف دغه خبرې وروسته له هغې وکړې، چې تېره ورځ د اوکراین ولسمشر وویل، چې د کریمیا سیمې د بېرته نیولو هڅې یې پیل کړې دي.
اوکراین ادعا لري، چې کریمیا سیمه له تاریخي پلوه د هغوی سیمه ده، خو اوس ترې روسیې په زور نیولې ده.
اخوا بیا روسیه وايي، چې کریمیا په قانوني توګه د یوه ریفرنډم له لارې له روسیې سره تړل شوې ده.
د اوکراین سربېره یو شمېر نورو لویدیځو هېوادونو هم په دې تړاو پر روسیې فشارونه زیات کړي دي.