د خوړو نړیوال سازمان (ډبلیو اف پي) مرستیال انډرو پترسن ویلي، افغانستان کې د جګړو او کورونا ویروس له امله کابو ۲۰ میلیونه کسان مرستو ته ضرورت لري.
انډرو پټرسن زیاته کړه، اوسمهال په ټول افغانستان کې په خپلو زېرمو کې ۲۰ زره مټریکه ټنه خوراکي مواد لري او ۷۰۰۰ ټنه نور د راتلو په حال کې دي، خو ویې ویل د دې لپاره، چې دا مواد د روان میلادي کال تر پایه ورسېږي او د افغانستان خلکو ته خواړه برابر شي، نو ۵۴ زره متریکه ټنه نور خوراکي توکو ته هم اړتیا ده.