Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل کې یو شمېر هوټل لرونکي:د حکومت له بدلون سره مو کاروبار خراب شوی

admin by admin
2021/08/24

که څه هم د تېرو ورځو پرتله په  کابل  ښار کې وضعیت اوس بېرته په ښه کېدو دی،خو زیات خلک له اقتصادي بحران په وېره کې دي.

 د هوټلونو مسوولین وايي،د دوه اوونۍ وړاندې پرتله يې پېرېدونکي دوه برابره کم شوي دي.

د کابل ښار یوه هوټل پخوونکی:« شکر بازار ښه دی، خو هغاسې نه دی،لکه وړاندې چې وه. حکومت بدلون کړی دی،نو له همدې امله بازارونه یو څه ګمرنګه شوي. »

د تُندو او ترسکونو خوراکونو بازار اوس هغسې نه دی،چې څو اوونۍ وړاندې وو، اوس یوازې د پلازمېنې یوشمېر کسان په هوټلونو کې ډوډۍ خوړلو ته زړه کوي.

د کابل ښار یوه هوټل پخوونکی:« د کابل خلک وړاندې هوټل ته ډېر راتلل. له ولایتونو هم خلک هوټل ته راتلل،خو د نظام په بدلون سره مو پېرېدونکي کم شوي دي.»

يوازې يو هوټل چې موږ ترې رېپورټ جوړ کړی، له درېیو برخو يې يوازې يوه برخه پلورل کېږي،چې ورسره د دومره زيات شمېر کارکونکو په معاشونو هم تاثير لري.

د هوټل مدير  وايي:« موږ وړاندې پسونه درې ځلې ۱۲  دانې راغوښتل،چې ټول ۳۶ دانې کېدل. موږ اوس یوازې یوازې یو ځل یې راغواړو.  هېله شته،چې حالت به ښه شي او بېرته زیات کړو.»

له کله چې طالبانو پلازمېنه نيولې،د ژوند په ټولو اړخونو کې بدلون راغلی، د دوی په راتګ لومړۍ ورځې خورا سختې اما کرار کرار هرڅه په عادي کېدو دي،خو خلک له اقتصادي بحران زياته وېره لري،چې ګوندې طالبان به يې ژر مخه ونه شي نیولی. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist