کابل ښار ته راغلي طالبان بیا وایي، په ځان هر ډول ستخي تیروي،خو د خپلو هېوادوالو د ارام ژوند او هوساینې لپاره کار کوي.
طالبان وایي، مشران یې په سیاسي خبرو بوخت دي او ډېر ژر به یو ټول منلی حکومت اعلان کړي.
دوی له خلکو هم غواړي،چې ورسره همکاري وکړي او د ناسمو کړنو په اړه مالومات ورکړي.
د کابل ښار امنیت لپاره ګومارل شوی طالب وايي:« انشاء الله په دې نظام کې به هېڅ مشکل نه وي. غله به نه وي. دا اتو ورځو کې تاسو ته مالومه ده،چې وړاندې د ماښام اوه یا اته بجې به شوې،څوک بهر نه شو ګرځېدلی. اوس الحمده الله د شپې یوه بجه، دوه بجې، درې بجې او هر وخت چې وغواړي، خلک کولای شي، وګرځي.»
خلک له طالبانو غواړي چې د بې نمبر پلېټه موټرو او په ښار کې د روږدو کسانو د مخنیوي لپاره هم لاس په کار شي او بشپړه ډاډمنه فضا برابره کړي.