د اسلامي امارت د ارشاد او دعوت کمیسیون غړو په کابل کې د دوشنبې پر ورځ د « ۱۴۰۰ کال د وږي پر ۲ مه» له دیني علماوو سره ناسته وکړه.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ناسته کې د خبرو پر مهال وویل، د تېر حکومت ټول کارکوونکي دې بېرته کارونو ته راوګرځي او ژمنه یې کړې،چې د دوی له خوا به له کومې ستونزې سره نه مخ کېږي.
مجاهد زیاته کړه:« عالمان باید خلکو ته ډاډ ورکړي،چې راتلوونکی حکومت به د ټولو وي. د یوه قشر به نه وي. ټول خلک دې هېله ولري، چې کوم نظام راځي، د خلکو خدمتګار به وي.»
طالب ویاند هغه ګنګوسې هم رد کړې،چې ګواکې له هېواد نه وسلې او پوځي او وسایط قاچاق کېږي او یا د خلکو لوڼې په زور په نکاح کېږي.