Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

خانجان الکوزی: که بانکونه فعالیت پيل نه کړي،هېواد به لوی اقتصادي بحران سره مخ شي

admin by admin
2021/08/24

د افغانستان صنعت او سوداګرۍ خونې مرستیال خانجان الکوزي هېواد کې پر روان وضعیت اندېښنه څرګنده کړه او زیاتوي،که د افغانستان مرکزي او خصوصي بانکونه فعالیت پيل نه کړي،هېواد به له لوی اقتصادي بحران سره مخ شي.

الکوزی وايي، دا مهال له ګڼو هېوادونو سره سوداګري پر ټپه درېدلې او سوداګرو ته میلیونونه ډالر مالي زیانونه اوښتي دي.

د الکوزي په خبره، د طالبانو له راتګ سره د سوداګرۍ الکترونیکي سیسټم فلج شوی او د سوداګرۍ چارې سختې شوي دي.

الکوزي زیاته کړه:«   په کابل کې،چې کومې ستونزې رامنځته شوې، دا د سیسټم ستونزې دي. فورآ سیسټم فلج شو. زموږ اقتصاد د  ۲۱ کاله وړاندې اقتصاد نه دی. زموږ اقتصاد او سیسټم له نړۍ سره په برښنايي بڼه نښول شوی وه.»

الکوزی وايي، د نرخونو کنټرول او له بهرنیو هېواونو سره د سوداګریزو اړیکو بیا پلولو لپاره دې د افغانستان بانک او  نور خصوصي بانکونه زر تر زره خپل فعالیت پیل کړي،ترڅو افغانستان له اقتصادي بحران سره مخ نه‌ شي.

الکوزي زیاته کړه: « ترڅو،چې بېرته د افغانستان بانک فعاله نه شي اوخصوصي بانکونو ته  پیسې ورنه کړل شي او بېرته په برښنايي بڼه د پيسو لېږل فعاله نه شي، دا ستونزې به مجودې وي.» 

د مالوماتو له مخې، اوس مهال افغانستان له بهرنیو هېوادونو سره هرکال د یو میلیارد ډالرو صادرات لري،خو د طالبانو واکمنۍ سره یو شمیر لویو بهرنیو کمپنیو افغانستان ته خپل صادرات درولي او خپله سوداګریزه راکړه ورکړه یې بنده کړې ده.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist