طالبانو په افغانستان کې د بهرنو ځواکونو د پاتې کېدو نېټې له غځولو سره مخالفت کړی.
د طالبانو یوه ویاند سهیل شاهین د بریتانیا سکای خبري چینل سره په خبرو کې ویلي، که امریکا او بریتانیا د دې نېټې غځول غواړي، د طالبانو ځواب ورته منفي دی او په خبره یې د بهرنیو ځواکونو وتل د طالبانو لپاره سره کرښه ده.
سهیل شاهین ويلي، که بهرني ځواکونه له ټاکلې نېټې وروسته هم پاتې کېږي، نو دا د اشغال د دوام په مانا ده.
شاهین زیاته کړې، که امریکا او بریتانیا د اګسټ په ۳۱مه له افغانستانه ونه وځي نو دا کار به یې ناوړه پایلې ولري.
هغه دا نه ده روښانه کړې، چې احتمالي ناوړه پایلې به څه وي.