بریتانیا، جرمني او یو شمېر نورو هېوادونو ویلي، له طالبانو سره دې هوکړه وشي، چې افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د پاتې کېدو نېټه وغځول شي.
ویل کېږي، له کابل هوايي ډګره د خلکو ایستلو لپاره د اګست ۳۱ ضرب الاجل غځولو لپاره د جرمني، ترکیې، امریکا او طالبانو تر منځ خبرې هم پیل شوي دي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د جي ۷ هېوادونو مشران باید پر دې خبرې وکړي، چې د اګست ۳۱ مې ضرب الاجل وغځول شي او که نه.
وړاندې تر دې ویل کېدل، چې د بریتانیا لومړی وزیر بورېس جانسن به د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو په غونډه کې د امریکا له ولسمشر جو بایډن وغواړي، چې له افغانستانه د بهرنیو وګړو او افغانانو د اېستلو نېټه وغځوي.