Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ټوني بلیر: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو سره مخالف یم

admin by admin
2021/08/23

د بریټانیا پخوانی لومړی وزیر ټوني بلیر وايي، د افغانستان اوسنی حالت د امریکايي ځواک د وتلو لپاره مناسب وخت نه دی او د بایډن دغه پریکړه به ډېره ګواښوونکې  تمامه شي.

بلیر زیاته کړه:« اوس دا ټول زموږ د امنیت پورې اړه لري.هلته القاعده شته، ترڅنګ یې داعش ډله هم هلته موجوده ده. زه فکر کوم،چې هغوی به هلته اوس نور هم امن شي، پیاوړي به شي. موږ اوس د دې پرېکړې پلوي نه یو. هغوی ورته خوشالېږي،چې د لویدیځ د ګټو پلویان نه دي.»

بلیر د امریکا متحده ایالتو دغه پرېکړه په اوسني وضعیت کې غیر اړېنه وبلله. 

اخوا د امریکا متحده ایالتو ولسمشر جو بایډن د ټوني بلیر د خبرو پر وړاندې ویلي، تبصرې اسانې دي،خو  امریکايي ځواک تر ټولو اوږده جګړه کړې او میلیاردونه پیسې یې مصرف کړي دي.

بایډن زیاته کړې:« دا تر ټولو لومړنی تصمیم و. امریکايي ځواکونو باید افغانستان پریښی وای او شل کلنه جګړه پای ته رسیدلې وای. تبصرې اسانه دي،خو پر دې جګړې زموږ هره ورځ ۱۵۰ میلیونه ډالر لګښت کېده. موږ هلته زرګونه سرتېري قربان کړل او زرګونه نور ټپي خپل هېواد ته راستانه شول. موږ باید د دغې جګړې د پای تصمیم نیولای وای.»

د امریکا ولسمشر بایډن په کابل کې د هوايي ډګر د وضعیت په تړاو خواشیني وښوده،خو زیاته یې کړه،چې امریکا زرګونه کسان وباسي او د زرګونو نورو کسانو په اېستلو کې دغه ډول حالت باید پیښ شي.

 بل لور ته د جي ۷ سرمشريزه پلان لري،چې د افغانستان په تړاو بېړنۍ ناسته ترسره کړي.

د دغې سرمشریزې اړین او سرلاري هېوادونه بریټانیا، امریکا او کاناډا ګڼل کېږي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist