بل پلو د احمدشاه مسعود زوی احمد مسعود،چې دا مهال پنجشیر کې د طالبانو پرضد د مقاومت مشري پر غاړه لري ویلي، له طالبانو سره د خبرو نیت لري،خو خبرداری یې ورکړی، که اړتیا شي اوږدې جګړې ته هم چمتو دي.
مسعود زیاته کړې:« موږ چمتو یوو،چې د خبرو له لارې له طالبانو سره یو ټولشموله حکومت جوړ کړو٬خو افغانستان کې د یوه سخت دریځه حکومت رامنځته کېدل د منلو نه دی. دا به نه یوازې افغانستان بلکې ټولې سیمې او نړۍ ته ګواښ وي.»
هڅي رواني دي،ترڅو د مقاومت جبهه د خبرو له لاري په ټول شموله حکومت کي شامل کړي،خو امرالله صالح ویلي،له طالبانو سره هېڅ ډول خبرو کولو ته حاضر نه دی او له خپلو خلکو دفاع کوي.