د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي، د امریکايي وګړو سربېره یې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک کړی او تمه داده، چې دغه لړۍ د روانې میاشتې تر پایه بشپړه شي.
له تېرو څو ورځو راهېسې د کابل هوايي ډګر کې د ډزو او زیات بیروبار له امله د ماشومانو په ګډون له لسو زیات کسان وژل شوي او همدومره نور ټپیان شوي دي.
د طالبانو د ارشاد او دعوت کمېسیون مشر امیر خان متقي د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي، امریکا له خپل ټول قوت او امکاناتو سره په هوایي ډګر کې د نظم په راوستلو کې “ناکامه” شوې.
متقي ویلي، د هوایي ډګر پرته په ټول هېواد کې سوله او آرامي ده.
له بل لوري د ایران بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف ویلي، د کابل هوايي ډګر کې روانه ګډوډي امریکا رامنځ ته کړې ده.
ظریف د جاپان د بهرنیو چارو له وزیر موته ګي توشیمیتسو سره تر لیدنې وروسته پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، افغانستان کې د اوسني کړکېچ او بحران لامل امریکا ده او ادعا یې کړې، چې دا خپله د امریکا پلان شوی کار دی.