د سیاسي چارو تحلیل کوونکی شعور نیازی وايي:« دا جوته ده،چې خامخا به نړیوال د دې لپاره،چې خپلې پروژې، اهداف، د خپلو ګټو لپاره خپلې پرېکړې د ا فغانستان پر چارواکو او په ځانګړې توګه په طالبانو ومني. دوی په لاس کې همدا یوه وسله ده،کومې مرستې چې کوي، دوی به ګواښوونه کوي،چې دا مرستې بندوو او یا به یې پر رېښتیا د یو څه مودې لپاره بندې کړي،ترڅو هغه څه چې دوی غواړي، افغان چارواکي ورته غاړه کېږدي او وې ومني.»
بل پلو ځینې نور بیا وايي،دا مهال افغانستان له ستر اقتصادي بحران سره مخ دی او د نړیوالو د مرستو جلبولو لپاره باید هڅې وشي،ترڅو افغانان له اقتصادي ستونزو سره مخ نه شي.
ناټو ویلي،سملاسي دنده دا ده،چې خپل وګړي او هغه کسان چې له ګواښ سره مخ دي او په ځانګړې توګه يې،چي مرسته کړې له افغانستانه وباسي.