Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

صنعت کاران: د طالبانو په راتګ سره امنیت ښه شوی 

admin by admin
2021/08/22

په کابل کې شنبه د « ۱۴۰۰ کال د زمري پر ۳۰ مه» صنعت کارانو له طالب چارواکو سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل، په افغانستان کې د طالبانو  له حاکمیت خوښ دي،چې امنیت یې تامین  کړی ،اختطاف نشته او د فساد مخه نیول شوې.

دوی وايي، له طالبانو غواړو،چې پر وارداتو تعرفې لوړې کړي او د قاچاق مخه ونیسي.

صنعت کاران شکایت کوي،چې د وضعیت خرابېدو سره سم د تورخم، انګور اډې او سپین بولدک له لارې پاکستان ته کباړ قاچاق کېږي او مخنیوی دې وشي.

د کابل د صنایعو او کانونو خونې مشر سخي احمد پیمان وايي:«  نن په ټول هېواد کې ۱۰۰ سلنه امنیت شتون لري. نور د  هر سوداګر توکو ته  له بندره د موخې تر ځایه پورې هېڅ ستونزه نه شته. تر پورونه پورې زه له څلور ساتونکو او زرې موټر سره ګرځېدم، خو تاسو باور وکړئ، نن په ډېر ارامښت سره  زه په کرولا موټر کې ګرځم او ډېر خوښ هم یم.»

د اوسپنې ویلو کولو ټولنې اجرائیه مشر عبدالنصیر ریشتیا وايي:«متاسفانه روزنانه شااوخوا ۱۰ زره ټنه  بهر ته  قاچاق کېدل. خوش بختانه  له پرون ورځې راهېسې  د اسلامي امارت له مسوولینو سره له پرله پسې اړېکو وروسته  اوس ۶۰ سلنه کمښت  په کې راغلی دی.» 

صنعت کارانو طالبانو سره  ژمنه ورکړه،چې د تولیداتو کیفیت به لا ښه کوي او دغه راز دوی له امارت غواړي،چې د صنعت او داخلي تولید ملاتړ وکړي.

طالبانو او صنعت کارانو پر افغان شتمنو غږ وکړ،چې افغانستان کې پانګونه وکړي.

د پلچرخي صنعتي پارک د ټولنې مشر عبدالجبار ساپی وايي:« پر هغو تجارانو،چې له افغانستانه یې پانګې وړي، ترکیې، دوبۍ او نورو هېوادونو ته غږ کوم،چې موږ د باور وړ پانګونه کړې. صنعتي پارک کې ټولې کارخونې فعاله شوي دي. انشاء الله په شریکه به اسلامي امارت ته مشورې ورکوو،چې خلکو ته ځمکې ورکړي. په اقتصادي پلانونو به کار وکړو. راشئ، په افغانستان کې پانګونه وکړئ. » 

 د کابل لپاره د طالبانو د اقتصاد کمېسیون مشر صنعت کارانو ته ډاډ ورکړ،چې د امنیت ټینګښت او فساد مخنیوي ترڅنګ به د دوی ټولې ستونزې حل کړي.

هغه وايي،یو شمېر اقتصادي، ټرانزیټي او سوداګریز پلانونه یې برابر کړي،چې په پلې کېدو سره  به یې شته ستونزې هوارې شي.

د کابل لپاره د طالبانو اقتصاد کمېسیون مسوول مولوي احمد جان وايي:«  کارخونه، چې فعالیت کوي، هغه خامو توکو ته اړتیا لري. زموږ او تاسو دلته معدن نشته،چې هغه نوی پروسس وکړي. هغه اوسپنه،چې په غرونو کې ده، راوباسي او بیا یې موږ کارخونو ته ورکړو.» 

طالبان وایي، د نوي ټول شموله حکومت له اعلان وروسته به افغانستان د برښنا ترڅنګ په ډیرو برخو کې پرځان بسیا کړي او هڅه به وکړي چې افغانستان باثباته، اقتصادي او صادراتي هېواد جوړ کړي.

د طالبانو له راتګ وروسته دا لومړی ځل دی،چې صنعت کاران د طالبانو له  مسولینو سره ګډ کنفرانس جوړوي او د صنعت د ودې لپاره کار کوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist