پر کابل ښار د طالبانو حاکمیت شپږمه ورځ،خو لا هم د پخوا په څېر ګڼه ګونه نه شته او ډېری هټۍ تړل شوي او په ښار کې وېره خپره ده.
د کابل ښار اوسېدونکي وايي،د تعلیمي او دولتي ادارو له تړل کېدو سره یې ورځنۍ چارې او اقتصادي زیان لیدلی او نه شي کولی،چې نور په خپلو کورنو پاتې شي.
دوی له طالبانو غواړي، چې ژر تر ژره دې د تعلمي مرکزونو او او نورو اداور د پرانېستلو لپاره ګام پورته کړي.
د کابل ښار اوسېدونکی: « ګورو،د افغانستان حالت داسې شوي،چې واقعیت کې هېله نه شته،چې موږ دې درس ووایو او د هېواد پرمختګ لپاره کار وکړو.»
د کابل ښار اوسېدونکی:« دغه ځوانان دي،چې هېواد ابادوي. هېواد ته کار کوي او جوړوي یې. که خدای مه کړه،ځوانان ولاړ شي، نو هېواد کې څوک پاتې کېږي. موږ او تاسې باید یو بل ته لاس ورکړو.»
د کابل ښار منډوي کې هم ټولې هټۍ تړل شوي او څوک زړه نه ښه کوي،چې خپل کار وبار پيل کړي.
سوداګر وايي،که حالت همداشان دوام وکړي، دوی نه شي کولی افغانستان ته واردات وکړي.
د کابل ښار اوسېدونکی:« خلک اوس نور باور نه کوي. د بیلګې په ډول متخصص، انجنیر او سوداګر هڅې کوي،چې له هېواده ووځي.»
د کابل ښار په یوې څنډه کې د ماشومانو د لوبو ځای،یوه اوونۍ وړاندې به دلته لسګونه ماشومان راتلل او لوبې به یې کولې،خو اوس ورته د ګوتو په شمېر ماشومان راغلي.
په ښارونو کې د ښځو حضور هم کمرنګه شوی او د طالبانو له وېرې له خپلو کورونو نه راووځي.
د هرې ورځې په تېریدو سره د خبریالانو کار هم د طالبانو له خواه سختېږي او نه شي کولی،چې په ښار کې مالومات راټول کړي او په ډاډه زړه کار وکړي.