هرات ته د جګړو له امله له غور، بادغیس او فاریاب ولایتونو را بې ځایه شوې کورنۍ وايې، پاکو اوبو، ښوونځيو او روغتیايي چوپړتېاوو ته لاسرسی نه لري او له سختو کړاونو سره مخ دي.
یو تن بې ځایه شوی وايي:«ښوونځي ته اړتیا لرو،ځکه چې مو ماشومانو بې سواده پاتې دي.کلینیک ته هم چې ناروغان لرو، ورته اړتیا لرو. »
بې ځایه شوی:«دلته له بېلابېلو ځایونو خلک راغلي، خو تر اوسه پورې د چا له لوري مرسته شوې نه ده.»
دغه بې ځایه شوي کسان وايي، له یوې خوا د فقر او بېوزلۍ له امله سخت حالت سره مخ دي او له بل لوري يې ماشومان پر بېلابېلو ناروغیو اخته شوي دي.
بې ځایه شوی : « غوښتنه مو دا ده، چې له موږ سره مرسته وکړي. موږ دلته درپه در یو.»
غور،بادغیس او فاریاب کې د جګړو او وچکالیو له امله سلګونه کورنۍ هرات راکډه شوي دي او اوس مهال سخت حالت کې شپې او ورځې سبا کوي.
دغه کورنۍ وايې اسلامي امارت باید د دوی ستونزو حل ته جدي توجه وکړي اود ژوند لومړنۍ اسانتیاوې ورته برابر کړي.