کابل ته د طالبانو له راتګ سره سم د یونس قانوني، محمد محقق، محمد کریم خلیلي، صلاح الدین رباني، احمد ضیا مسعود په ګډون یو شمېر نور افغان سیاسیون پاکستان ته ولاړل.
یاد افغان سیاسیون اوس مهال په اسلام اباد کې دي او هلته یې د لومړي وزیر عمران خان سربېره د پوځ مشر قمرجاوید باجوه سره هم لېده کاته کړي دي.
عمران خان افغان سیاسیونو ته ویلي،د جوړجاړي لپاره دې خپلو کې سره کیني او په یوه هوکړه دې سلا وکړئ.
خان ویلي، پاکستان په افغانستان کې د خپلې خوښې حکومت نه،بلکې د هغه حکومت ملاتړ کوي،چې د افغانانو په خوښه وي او سوله او ثبات راولي.
عمران خان وايي:« پاکستان، په افغانستان کې د خپلې خوښې حکومت نه غواړي، افغان سیاسي مشران باید خپلو کې سره کیني او سیاسي جوړجاړی وکړي.»
اخوا بیا په کوردننه د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وايي، افغان سیاسونو ښايي د راتلونکي حکومت په اړه خپلې اندېښنې او غوښتنې له عمران خان سره شریکې وي.
د سیاسي شنونکي امان الله هوتاکي وايي، شنونکو ته هم د طالبانو له راتګ سره ګڼ شمېر اندېښنې پیدا شوې وې،خو په خبره یې، اوس ورته مالومه شوه،چې هغه څه چې افغانان یې غواړي،طالبان یې هم غواړي.
د سیاسي چارو شنونکی امان الله هوتکي وايي:« موږ چې طالبان په کوم حالت کې ولېدل، د دې تمه مو ترې نه لرله.موږ دا فکر کاوه،چې طالبان دلته راشي، سوټی به ورسره وي، خلک به پرې وهي او ډبوي. خلکو همدا شان فکر کاوه. موږ د طالبانو کوم برخورد،چې ولېد،له دې مالومېږي، واقعا هغه څه چې افغانانو غوښتل، هغه شي یې راوست. لومړی امنیت. »