دوی په افغانستان کې د ښځو حقونو په خوندیتوب ټینګار وکړ او د داسې حکومت جوړېدو غوښټنه یې وکړه، چې ټول اقشار او مېشت قومونه پهکې خپل ځان وویني.
د ملګرو ملتونه عمومي منشي انټونیو ګوترس ویلي، نړۍ باید پرینږدي چې افغانستان د ترهګرو خوندي مرکز شي.
ګوترس زیاته کړه:«زه پر نړیوالې ټولنې غږ کوم،چې اجازه ورنه کړي،افغانستان بیا د ترهګرو خوندي مرکز شي. له امنیت شورا او نړیوالې ټولنې غواړم،چې په افغانستان کې نړیواله ترهګري وځپي او اساسي خدماتو ته زمینه برابره کړي»
ګوترس همداراز ویلي، په افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکوي او له طالبانو یې غوښتي،چې د بشري مرستو رسولو مخه دې نه ډب کوي.
هغه زیاتوي:«ملګري ملتونه ژمن دي، د افغانستان خلکو ملاتړ وکړي او موږ په خپلو هغو ادارو کې هم خپل کارکوونکي ساتو،چې د طالبانو تر کنټرول لاندي دي. زموږ ادارې په دغو سیموکې خوندي ساتل شوي او زه له طالبانو غواړم،چې زموږ د ادارو خوندي ساتلو ته دوام ورکړي.»
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي بیا د روانې کشالې حل لپاره د انتقالي حکومت وړاندیز کړی او له نړیوالو یې غوښتي چې په زور واک ته رسیدلی حکومت دې په رسمیت نه پیژني.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی غلام محمد اسحق زی وايي:« له ملګرو ملتونو او امنیت شورا غواړم،هغه حکومت په رسمیت ونه پیژني.چې په زور واک ته رسیږي او د ټولنې ټول قشرونه او ښځې په کې ګډون ونه لري. ملګري ملتونه او امنیت شورا باید خپله ژمنه عملي کړي او د طالبانو امارت په رسمیت و نه پیژني.»
په یاده ناسته کې د پاکستان استازي ته د ګډون اجازه ورنه کړل شوه، خو د چین او روسیې استازي خوشبین ښکارېدل او و ویلي یې دي، چې د اندیښنې خبره نده،ځکه په وینا یې افغانستان کې د وینې بهیدنې مخه نیول شوې ده.
د چین استازي ویلي، د افغانستان د خلکو پریکړو درناوی کوي او د پاکستان استازي بیا له غونډې بهر خبریالانو ته ویلي،چې له طالبانو سره پر ګډه کار کوي،تر څو یو ټول شموله حکومت رامنځته کړي.
د پاکستان استازي په یاده د افغانستان دایمي استازي غلام محمد اسحق زي ګډون تر پوښتنې لاندې راوستی او ویلي یې دي چې هغه د یو له منځه تللي حکومت استازی دی.