طالبانو د روغتیا وزارت له اړوند ټولو ډاکترانو او کارکوونکو غوښتي، چې خپلو دندو ته ورشي او خلکو ته خدمت وکړي.
طالبان وایي، ټولې ښځینه او نارینه ډاکتران، نرسان او نور کار کوونکي دې په ارام او بې غمه زړه خپلو دندو ته دوام ورکړي.
د طالبانو د روغتیا کمیسیون ویلي، هېڅ غیر مسوول کس حق نه لري، چې د روغتیا وزارت وسایل په خپل سر وباسي او یا ورته خنډ پیدا کړي.
طالبانو دغه راز ویلي، هغه کسانو ته به سخته سزا ورکړي، چې د عامه خدماتو د مخنیوي او یا ستونزې جوړولو هڅه وکړي.