Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

بایډن: نور پردۍ جګړه کې خپل سرتېري نه قرباني کوو

admin by admin
2021/08/18

د امریکا متحده ایالتو ولسمشر جوبایډن په سپینه ماڼۍ کې ولس په د افغانستان په اړه خبرو پر مهال وویل،نور په پردۍ جګړه کې خپل سرتیري نه قرباني کوي او د نیوکو پروا نه لري.

ایډن ویلي، افغان سیاسي مشرانو او افغان پوځ ونه غوښتل،چې د خپل راتلونکي او خپل هېواد دفاع لپاره جګړه وکړي، نو ځکه امریکا ته هم په کار نه وه،چې پردۍ جګړه کې ښکېل پاتې شي.

ولسمشر بایډن ویلي، له افغانستان د پوځیانو د اېستلو پرېکړه یې پر ځای وه او دې لړ کې د هېڅ ډول نیوکو پروا نه کوي.‌

باېډن زیاته کړه:« موږ په تېرو شلو کالو کې د افغان پوځ پر روزنه پیسې ولګولې. تجهیزات مو ورکړل. روزنه مو ورکړه،هوایي ځواک مو ورته برابر کړ.‌ طالبان هېڅ ډول هوایي ځواک نه لري،خو افغان پوځ بیا هم جګړه ونه کړه. که دوی خپله نه غواړي‌،چې د خپل هېواد ساتنه وکړي،نو بیا د امریکا پوځ ته هم په کار نه ده،چې پردۍ جګړه کې ښکېله شي.»

د سیاسي چارو یو شمېر تحلیل کوونکي هم مني،چې افغان چارواکو او سیاسیونو په تېرو شلو کالونو کې ګڼ فرصتونه ضایع کړل او تېروتنې یې وکړې،خو د دې هر څه مسوول امریکا بولي.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی سید اسحاق ګیلانی وايي:« په دې کې شک نه شته،چې له افغانانو ډېرې تېروتنې وشوې.ولې اصلي تېروتنه د امریکایانو وه،موږ ورته ویل،نور لاسپوسی نه غواړو. پرېږدئ،چې د  افغانستان خلک یې وټاکي. خو هرځل به جانکري راغی او د یوه کس لاس به یې پورته کړ،چې دا ستاسې ولسمشر دی او یا به خلیل زاد راغی. نو دا د خلیل زاد ولسمشر وه،چې افغانستان یې له دغسې نامالوم برخلیک سره مخ کړ.» 

ګیلاني پر طالبانو غږ وکړ،چي په هېواد کې واقعي بدلون راولي او ترڅنګ یې باید ټول افغانان په پریکړو کې شریک کړي،ترڅو د افغانستان په تړاو د نړیوالو نیوکې بندي شي.

 امریکا يي ولسمشر که څه د افغان دولت مشران او سیاسیون ملامت کړي،خو د عامو افغانانو او سیاسیونو نیوکې پر امریکا دي، چې افغانستان یې بد وضعیت کې پرېښود.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist