له څو ورځو راهیسې په ټول افغانستان کې بانکونه بند دي او اقتصادي راکړه ورکړه په ټپه ولاړه ده.
د بانکونو او اقتصادي راکړې ورکړې په ټپه درېدو له امله بازارونو کې د افغانۍ ارزښت هم د ډالر پر وړاندې په ټیټېدو ده.
بل پلو دا ویره هم شته چې له افغانستان سره د امریکا شاوخوا اته میلیارده کلنۍ مرستې به په ټپه ودریږي چې ورسره به د افغانستان اقتصاد کمزوری شي.
امریکا ویلي، د افغانستان د حکومت هغه ملیاردونه ډالره اسعاري زېرمه یې بنده کړې، چې د امریکا په بانکي حساب کې وه.
خو د امریکا دغه پرېکړه جدي او دایمي نه ده، بلکې وضعیت څاري او د حالاتو ښه کېدو سره دا هر څه نورمال حالت ته ځي.