په دې ناسته کې د پاکستان استازي ته د خبرو اجازه نه ده ورکړل شوې.
د پاکستان استازې منیر اکرم له غونډې وروسته خبریالانو ته ویلي، چې پاکستان د افغانستان په سوله کې مهم رول لري، خو هند قصداً اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان پر موضوع خبرې وکړي.
بلخوا د کورنیو چارو پخواني وزیر علي احمد جلالي پر خپله ټویټر پاڼه هغه اوازې رد کړي، چې ګواکې د موقت حکومت د مشرۍ بلنه ورکړل شوې ده.
نوموړي په ټولنيزو رسنیو کې خپرې شوې اوازې رد کړي او ویلي یې دي، چې دا ټولې اوازې بې بنسټه دي.