Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

طالبانو د کابل له نیولو وروسته تر اوسه د کوم حکومت اعلان نه دی کړی

admin by admin
2021/08/17

د واک لپاره ټاکل شوې شورا،چې په سر کې یې پخوانی ولسمشر حامدکرزی،عبدالله عبدالله او د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ټاکل شوي، لا یې طالبانو سره خبرې اترې نه دي پیل کړي.

کابل اوس مهال  د طالبانو په ولکه کې ده او ټول مسوولیت ور غاړې ده.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وايي:« متاسفانه دولت دې ته چمتو نه شو،چې له جنګه لاس واخلي او د افغانستان بحران په سوله ییز ډول حل شي. یو انتقالي، ټولو ته د منلو وړ حکومت ته قدرت انتقال شي او په دې توګه جګړه پای ته ورسېږي. اوس حالت داسې دی،چې هغوی د کابل امنیت له تامین کولو هم عاجز دي.» 

د سیاسیونو یوه ډله چې کریم خلیلي،محمد محقق، احمدي ولي مسعود،صلاح الدین رباني او احمدضیاء مسعود سربېره د دواړو مجلسینو مشران د پاکستان په یوې ځانګړې الوتکه کې پاکستان ته تللي دي.

د واک له سپارلو وړاندې محمد اشرف غني د حکومت مامورین په کور ناست دي او ځینو یې له وړاندې افغانستان پریښی دی،چې دې چارې کابل کې ګډوډي رامنځ ته کړې چې طالبانو پرې څار دي.

هغوی چې قطر کې طالبانو سره نږدې دي وایي، کابل کې تېر حکومت خپل مسوولیت سم نه دی ترسره کړی،خو کېدای شي،نن یا سبا کابل کې د راتلونکي حکومت مسله روښانه شي.

پخوانی طالب چارواکی مولوي سلام ضعیف وايي:«زما مالومات دا دي،چې ناسته اوس هم لغوه شوې نه دې.  نن یا سبا ښايي وشي، تر بحث وروسته به مالومه شي،چې بیا د جمهور رئیس په توګه څوک واکمن شي.» 

خو له طالبانو تمه او غوښتنه داده،چې ټولو ته په حکومت کې ونډه ورکړي.

د سیاسي چارو شنونکی عبدالحی قانت وايي:« زه فکر کوم،چې لنډه موده کې به له دوحې د طالبانو مشرانو کابل ته راځي. بیا به کابل کې له ټولو سیاسي مشرانو سره شریکه کېني او د هغې په نتیجه کې بیا د یو بل نوي،چې مشري به یې طالبان کوي،هغه اعلان کېږي. له هغې وروسته د طالبانو د ازموېنې پړاو پيل کېږي. طالبان باید د افغانستان ټول سیاسي اقشار، ټول سیاسي احزاب، هغه څوک چې مشکل یې ورسره درلود او که نه، هغو ټولو باید غېږه خلاصه کړي.» 

اوس به ولیدل شي،چې طالبان څه ډول حکومت ته رامنځ ته کوي. بریټانیا لومړي وزیر له هېوادونو غوښتي،چې له یوې ګډې پرېکړې پرته د طالبانو حکومت ونه مني. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist