Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ذبيح الله مجاهد: د اسلام په چوکاټ کې د ښځو حقونو ته ژمن یو

admin by admin
2021/08/17

د طالبانو ویاند د حکومت رسنیو مرکز کې د رسنیو، د خلکو امنیت، راتلونکي نظام، د ښځو حقونو او نورو ډېرو مسایلو په تړاو خبرې وکړې او دخبریالانو پوښتنې یې ځواب کړې.

 ذبیح‌الله مجاهد چې په لومړي ځل د رسنیو مخ ته را څرګند شو، په کابل کې د بهرنیو سفارتونو امنیت یې حیاتي او مهم وباله او زیاته یې کړه، د دیپلوماتیکو ساحو د ډاډمن امنیت لپاره د طالبانو تحریک عسکر ځای پرځای شوي.

مجاهد رسنیو ته هم ډاډ ورکړ چې دبیان ازادۍ ته ژمن دي او په وینا یې د رسنیو فعالیت باید بې پرې او د اسلامي او  ملي ګټو مطابق وي.

مجاهد وویل، داسې رسنیو ته د فعالیت اجازه نه شته چې تعصب او کرکه پیدا کوي، د ملي ګټو او اسلامي اصولو خلاف نشرات ولري.

مجاهد د ښځو حقونو په تړاو وویل هغه حقوق چې اسلام ښځو ته ورکړي، دوی ورته ژمنتیا لري او ډاډ یې ورکړ چې ټول حقوق به یې خوندي وي.

هغه امریکا د هغوی متحدینو او ګاونډیو هېوادونو ته هم ډاډ ورکړ چې د افغانستان خاوره به یې پر وړاندې ونه کارول شي او غوښتنه یې وکړه چې نړیوال دې د نړیوالو تعاملاتو او اصولو له مخې ورسره خبرې او اندېښنې شریکې کړي.

هغه پر نړیوالو غږ وکړ چې افغانستان کې د زېربناوو برخه کې پانګونه وکړي او د افغانستان په ابادۍ کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

ذبیح‌الله مجاهد د یوې پوښتنې په ځواب کې، تېر حکومت د جګړې په دوام ملامت کړ، او ټینګار یې دا و چې د داسې حکومت غوښتونکي دي چې ټول جهتونه په کې خپل ځان وویني.

هغه د درې رنګه بیرغ او قوانینو په تړاو وویل چې اوس وضعیت نظامي دی او د بیرغ او قوانینو په تړاو به راتلونکې اسلامي نظام پرېکړه کوي.

هغه وویل، د جګړو پرمهال نیول شوې وسلې په جګړه کې کارول شوي او راتلونکې کې به راټولې او ډیپو کړل شي.

د طالبانو تحریک ویاند اوسنی وضعیت د تیرې اونۍ په پرتله ډاډمن او خوندي وباله او په وینا یې د ټول هېواد په کچه څوک نه دي وژل شوي او که کومه پېښه هم شوې وي څېړي یې.

مجاهد دا هم وویل، ټولې نړۍ ته ډاډ ورکوي چې افغانستان کې به د مخدره توکو کرکېله او کاروبار له منځه وړي خو زیاته یې کړه، مخدره توکو سره مبارزه کې د نړیوالې ټولنې ملاتړ ته اړتیا ده.

هغه وویل: «اسلامي امارت د هیچا مقابل کې د عقدي او دښمنۍ پالیسي نه لري او په وینا یې د اسلامي امارت امیر المؤمنین دفرمان له مخې ټولو مقابلو جهتونو، دولتي کارکوونکو او د بهرنیانو افغان همکارانو ته عمومي عفوه اعلان شوې ده.»

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist