د امریکا ولسمشر جوبایډن خپل ولس د وینا پر مهال وویل، افغان سیاسي مشرانو او افغان پوځ ونه غوښتل،چې د خپل راتلونکي او هېواد دفاع لپاره جګړه وکړي،نو ځکه امریکا ته هم نه وه په کار،چې پردۍ جګړه کې ښکیل پاتې شي.
بایډن وايي، له افغانستانه یې د پوځیانو د اېستلو پرېکړه پر ځای وه او دې برخه کې د هېڅ ډول نیوکو پروا نه کوي.
بایډن زیاتوي،چې افغانستان کې د امریکا ماموریت د ترهګرۍ پر ضد جګړه کول وو او هېواد یې باید هیڅکله هم د افغانستان د بیا رغونې او هلته د یوې وسله والې ډلې پر ضد د جګړې مسوولیت نه وای اخیستی.
جو بایډن زیاته کړه،چې موږ په تیرو شلو کالو کې د افغان پوځ پر روزنه پیسې ولګولې، تجهیزات او روزنه مو ورکړه،هوایي ځواک مو برابر کړ،خو افغان پوځ بیا هم جګړه ونه کړه او که دوی خپله نه غواړي،چې د خپل هېواد ساتنه وکړي نو د امریکا پوځ ته هم نه ده پکار چې پردۍ جګړه کې ښکیل شي.
بایډن تائید کړه،چې د امریکا پوځ به له دې وروسته د افغانستان هوایي حریم او د هوایي چلن کنترول وو.