د فرانسې پلازمېنه پاریس ښار کې پولیسو پر هغو کسانو اوښلن ګاز کارولی دی،چې د کورونا وبا واکسين پر وړاندې یې کړی دی.
چارواکي وايي، زرګونه کسان،په بېلابېلو ښارونو کې واټونو ته ځکه راوتلي،چې حکومت له لوري له کورونا وبا پاکو اسنادو لرلو ته مکلف شوي دي.
دوی زیاتوي، هغه کسان،چې د کورونا وبا پاک اسناد ونه لري، نه شي کولی،چې رستورانتونو، شراب خانو،ورزشي لوبغالو او اوږد واټن اورګاډو استفاده وکړي.
پاريس ښار کې د روانو لاريونونو د کنټرول په موخه ۱۶۰۰پوليس ځای پر ځای شوي دي او په لاريون کوونکو يې اوښلن ګاز کارولی دی.
دا لاريونونه داسې مهال کېږي، چې دغه هېواد کې ډېری خلک د واکسين پاک اسناد لرلو ملاتړ کوي.