له سېلاب قول اردو څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې یې ۷۲ تنه وسله وال طالبان وژلي او له سلو ډېر یې ټپيان کړي دي.
خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، چې افغان ځواکونو په شېرزاد ولسوالۍ کې هوایي او ځمکني عملیات کړي، چې د طالبانو وسلې او موټر سایکلونه هم ویجاړ شوي دي.
سېلاب قول اردو وایي، په دغو عملیاتو کې یوشمېر ماینونه هم کشف او لمنځه وړل شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.