Skip to content
د ملگرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوترېس ویلي،د افغانستان وضعیت له کنتروله وځي.
ګوترې له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، د زور له لارې واک ترلاسه کول د اوږدې کورنۍ جګړې پیل دی او په خبره یې طالبان باید بریدونه ودروي.
نوموړي ویلي، د زور له لارې واک ته رسېدل به افغانستان د انزوا لوري ته بوځي.
ملګرو ملتونو ویلي، هره ګړۍ په کابل او نورو سیمو کې د وضعیت ارزونه کوي او لا یې هم پرېکړه نه ده کړې،چې خپل کسان وباسي که نه.