د امریکا متحده ایالتو سنا مجلس غړي لینډسي ګراهام له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر اېستلو نیوکې سره وايي، افغانستان کې د طالبانو حاکمیت د امریکا پر ګټه نه دی.
هغه وايي، لا هم طالبان له القاعده شبکې او داعش ډلې سره اړیکې لري او په خبره یې دا چاره د امریکا د ملي امنیت په ګټه نه ده.
ګراهام پر خپله تویټر پاڼه لیکلي، له افغانستانه د دوی ټاټوبي ته د ګواښ مسله به د وخت په تېرېدو سره مالومه شي.