په افغانستان کې د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وايي،افغان ولسمشر دې له نړیوالو او د سیمې له هیوادونو تضمین واخلي او له طالبانو سره دې لنډمهالي حکومت جوړېدو هوکړې ته غاړه کېږدي.
د سیاسي چارو شنونکی بریالی نصرتي وايي:« غواره دا ده، چې ولسمشر غني،له نړیوالې ټولنې، د سیمې له ټولو هېوادونو او ملګرو ملتونو تضمینونه واخلي او د لنډمهالي حکومت د جوړېدو پر لور ولاړ شي. د لنډمهالي حکومت په رامنځته کېدو سره به حالت له دې ډېر خرابه نه شي.»
په خواله رسنیو کې له ولسمشر محمد اشرف غني، د استعفاء په تړاو ګنګوسې داسې مهال راپورته کېږي، چې افغانستان له یوه خورا سخت سیاسي حالت څخه تېرېدونکی دی،ویل شوي وو چې امریکا له ولسمشر اشرف غني د شپږ میاشتینې اوربند په موخه د استعفاژ غوښتنه کړې،خو د امریکا بهرنیو چارو وزارت بیا دا ګنګوسې رد کړي او په وینا یې هغه څوک به د افغانستان رهبري کوي،چې افغانان یې غواړي.
د سیاسي چارو شنونکی ذاکر جلالي وايي: « مسله ډېره نظامي شوې ده، مسله ډېره جګړه ییزه شوې. کافي فرصتونه ضایع شوي دي. نو پر دې اساس ان د ولسمشر استعفاء به هم ډېر لوی بدلون رانشي وړی.»
له دې وړاندې هم د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د هېواد روان وضعیت ته په اشاری ویلي ول،چې طالبان یې هڅولي،تر څو له افغان حکومت سره هوکړې ته ورسېږي،خو طالبان ټینګار کوي،چې تر هغې چې ولسمشر غني په واک کې وي،دا ډله له افغان حکومت سره خبرو ته نه حاضریږي.
د سیاسي چارو شنونکی حیبي وايي:« که چېرې نړیواله ټولنه ونه غواړي، یا خپله ولسمشر ونه غواړي،چې استعفاء ورکړي،نو ملت به دې ته اړ شي، څو ولسمشر غوښتنه وکړي،چې استعفاء ورکړي. دا ځکه،چې پر کابل ورځ تربلې حلقه راټنګه کېږي. استعفاء غوره ده، له تسلیمۍ.»
سره له دې،چې له نیمايی زیات افغانستان سقوط په افغانانو کې وېره رامنځته کړې،خو ولسمشر وړمه ورځ د ځوانانو نړیوالو ورځې په ویاړ جوړې شوې ناسته کې د وینا پر مهال وویل، کاذب روایتونه وېره ایجادوي،هیڅکله به د افغانانو او افغانستان پر سر معاملي ته حاضر نه شي او زما ځای ناستی به یوازې افغانان ټاکي او بل هیچا ته د دې واک نه ورکوي.