Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

شنونکي: د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر له قطره د لنډمهالي حکومت جوړېدو له طرحې سره راغلی

admin by admin
2021/08/14

که څه هم د جګړې د درېدو او لنډمهالي حکومت دجوړېدو د طرحې په تړاو نه د ملي روغې جوړې  عالي شورا او نه هم ارګ رسمي مالومات ورکوي، خو د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وايي، د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله له دوحې د لنډمهالي حکومت د جوړېدو له یوې طرحې سره راغلی دی.

 شنونکي وايي، په دغه طرحه کې د ولسمشر غني پر استعفا ټینګار شوی او له هغې وروسته به داسې لنډمهالی حکومت رامنځ ته کېږي، چې ټولې خواوې په‌ کې خپل ځان وګوري او دیوې بین لاافغاني ناستې له لارې به چې په طرحه کې د لویې جرګې نوم ورکول شوی، ستونزې حل شي.

د سیاسي چارو شنونکی فیض محمد ځلاند وايي: «تر اوسه پورې کوم کوټلی ګام نه دی اخېستل شوی او کوم پرمختګ هم نه شته خو تمه کېږي چې د انتقالي حکومت په رامنځ ته کیدو سره ولسمشر استعفاء ورکړي او له هغې وروسته جګړه ودریږي، ټول لوري په واک کې ځان وګوري او له هغې وروسته لویه جرګه رامنځ ته شي، چې پرمټ به یې د افغانستان معضله حل شي.»

وروسته له هغې چې دغه طرحه له ولسمشر سره شریکه شوه،په یوه لنډ ویدیويي پیغام کې یې وویل، د خپل تاریخي مسولیت پر اساس به اجازه ورنه کړم،چې تپل شوې جګړه له عامو خلکو قرباني واخلي او د شل کلنو لاسته راوړنو دله منځه تللو، دملي بنسټون دویجاړۍ او دبې ثباتۍ ددوام لامل شي.

ولسمشر وايي، په دې تړاو یې پر کوردننه او بیرون سلا مشورې پیل کړي،چې پایلې به یې له خلکو سره شریکې شي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي:« دننه په دولت،سیاسي مشرانواو رهبرانو، دافغانستان دخلکو له مختلو  اقشارو له استازو او بین المللي همکارانو سره مې پراخې مشورې پیل کړي  او په دې اړه سلا مشورې په سرعت سره روانې دي او ډیر ژر به یې نتایج له هیوادوالو سره شریک شي.»

عبدالله عبدالله د قطر له ناستې د لنډمهالي حکومت د جوړېدو له طرحې سره کابل ته راغلی دی اودمګړۍ په حکومت کې د دغې طرحې پر سر ناستې او سلا مشورې روانې دي.

د سیاسي چارو شنونکي عزیز معارج  وايي:« د سولې عالي شورا مشر له داسې طرحې سره کابل ته راغلی دی، چې له لارې یې لنډمهاله اداره رامنځ ته کېږي او اوس عبدالله دغه طرحه له ولسمشر او خپلو ګوندي ملګرو سره شریکه کړې.»

په ورته مهال طالبان وايي، نه د لنډمهالي حکومت پلویان دي اونه یې هم د دغسې حکومت وړاندیز کړی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:« موږ د لنډه مهاله حکومت طرفدار نه یو او نه مو هم د داسې حکومت وړاندیز کړی او څوک چې یې غواړي،د مذاکراتو د میز پر سر دې واضح کړي چې څه ډول لنډمهاله حکومت او د څه لپاره یې غواړي.»

د سیاسي جوړجاړي او د جګړې د بس لپاره په داسې حال کې هڅې روانې دي،چې د جګړې په ډګر کې طالبان د پرمختګ په حال کې دي او په تېره یوه اوونۍ کې شااوخو ۱۹ ولایتونه نیولي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist