بنګله دېشي چارواکي وايي، د دغه هېواد د کډوالو په هغو پنډ غالو کې، چې روهنګيايي کډوال مېشت دي، د ملګرو ملتونو پر ملاتړ ورته د کورونا وبا ضد واکسین لګولو لړې پيل شوې ده.
دوی وايي، روهنګيايي کډوالو ته د واکسين له ورکړې یې موخه دا ده، چې د کورونا وبا د لا خپرېدا مخینوی وکړي.
د مالوماتو له مخې تر دې مهاله،له ۴ زرو زياتو کډوالو د کورونا واکسين لومړی ډوز تر لاسه کړی دی.
د مالوماتو له مخې، هغه کسان،چې د واکسين تر لاسه کولو لپاره اوس مهال په شرايطو برابر دي،شمېر يې ۴۸ زرو ته رسېږي، چې عمرونه يې له ۵۵ کلونو لوړ دي.
دا لړۍ به د روانې اګسټ مياشتې تر ۱۷ مې نېټې پورې دوام وکړي.