Skip to content
د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، دا طرحه د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره تر سلا مشورو وروسته چمتو شوې، چې نهه مادې لري.
ویل کېږي، دا طرحه د امریکا، چین، بریتانیا، پاکستان، ازبکستان، اروپایي ټولنې په ګډون او د قطر په کوربتوب وړاندې شوې ده.
که څه هم جزئیات یې نه دي مالوم، خو د سولې پروسې ګړندۍ کولو،سیاسي هوکړې او دایمي اوربند ته پر رسېدو،په ښاري مرکزونو د بریدونو پای ته رسولو، ګډ حکومت رامنځته کولو، بشري حقونو ته درناوي او د واک د لېږد لپاره پر مېکانیزم په کې تمرکز شوی دی.
دغه راز په کې ویل شوي،هېڅ وسله والو ډلو ته به اجازه نه ورکول کېږي،چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.
خلیلزاد ویلي، په طرحه کې برخه اخېستونکو هېوادونو هوکړه کړې،چې هېڅ هغه حکومت به په رسمیت ونه پېژني، چې د زور له لارې واک ته ورسېږي.
افغان حکومت او طالبانو بیا تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.