د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي وايي: «ښه ده چې سیاسیون د یو ګذار حکومت لور ته لاړ شي، چې هلته د طالبانو رول کم او دغنی صفر اوسي، تر څو وکولای شو هېواد له بحران وباسو او جنګ ونه شي، ځکه د جنګ له امله خلک کابل ته راکډوال کېږي. راتلونکې له غني سره نه ده، په دې بهرنیان هم پوهېږي، طالبان هم پوهیږي، خو طالبانو درست نه دي ویلي چې څه غواړي. د دې په خاطر باید داسې حالت راشي چې نور هم مرسته وکړي، تر څو نوی فرمول رامنځته او جنګ ونه شي.»
افغان حکومت له سیاسي مشرانو غوښتي چې د طالبانو پرضد خپل خلک راپورته کړي، چې ښکاره پایله یې شمال کې نوی جوړېدونکی ایتلاف دی.
له طالبانو څخه شمال کې د سقوط شویو ولایتونو د بېرته نیولو لپاره د مارشال دوستم، عطامحمد نور او محمد محقق ترمنځ هڅې روانې دي، چې طالبانو سره د جګړې لپاره خلک تنظیم کړي.
اخوا د کورنیو چارو وزارت بیا ویلي، په شمال کې د خلکو منسجمولو لپاره تیاری روان دی او باور لري چې په نږدې ورځو کې به دوی د پرمختګونو شاهد واوسي.
د یاد وزارت ویاند میرویس ستانکزی وايي: «په شمال کې د خلکو منسجم کول او د امنیتي ځواکونو ترمنځ همغږۍ لپاره تیاری پیل شوی او په نږدې ورځو کې به په شمال کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او پاڅون کوونکو د پرمختګونو شاهد واوسو.»
د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: «د اوسنیو بدبختیو لوی لامل همدا د شمال ایتلاف دی، چې دا هېواد یې له بدبختیو سره مخامخ کړ. سل په سلو کې ډاډه یم، چې د شمال په سقوط کې شورای نظار او د جمعیت رهبرۍ غړي دخیل دي او غلي پرې پاتې شوي دي.»
اوس به ولیدل شي چې د طالبانو خلاف شمال کې د دوستم، عطا محمد نور او محمد محقق پر مشرۍ ګډ ایتلاف له دغې ډلې د شپږو ولایتونو د مرکزونو او لسګونه ولسوالیو په بېرته نیولو بریالي کېږي او که نه، خو دغه ډول ایتلافونه په تېر کې د ګټو لپاره پاشل شوي دي.