پخوانی طالب چارواکی سید اکبر اغا وايي:« په دقه رقم باندې،چې توافقنامه بهرنیانو ماته کړه، دغسې سلسلې یې وکړې، نقضونه یې وکړل. دوی نه غوښتل،سوله په اسلامي طریقه افغانستان کې راشي.»
دغه غونډه کې پر طالبانو او افغان حکومت غږ وشو،چې د جګړې پر ځای دې د سولې خبرو ته لومړیتوب ورکړي او له طالبانو غوښتنه دا وه،چې ترخپلې ولکې لاندې سیمو کې دې دولتي کارکوونکي نه ګواښي.
د افغانستان نجات جبهې ګوند مشر سرمحقق خوشیوال وايي:« طالبان دې د تېرې دورې تجربه بیا تکرار نه کړي. عکسر مه وژنئ، بیچاره خلک او ماومرین مه وژنئ او دولت ته هم وایم چې بمبارۍ ځای نه نیسي.»
د خلکو حرکت ګوند مشر مولوي قلم الدین وايي:« دولت مسوول دی، د رایت هغه رایت چې تر واک لاندې سېمو کې اوسېږي او هغه رایت چې د طالبانو تر اثر لاندې ده،بیا خو یط دوی مسوول دي. هغه خلک،چې په هلمند کې بې ځایه شوي، ستا تر ولکې لاندې سېمه کې مسوولیت یې ستا پرغاړه ده. هغه چې د دولت ساحې ته راغلي،مسوولیت یې د دولت پر غاړه ده.»
د نږدې دوه سوه ولسوالیو له نیولو وروسته طالبانو د ولایتونو د مرکزونو نیولو لپاره جګړه زیاته کړې او تر دې مهاله یې د لسو ولایتونو ښارونه هم سقوط کړي دي، خو تازه ملي دفاع وزارت خبردرای ورکړی دی،چې د ښارونو د بېرته نیولو لپاره پلان چمتو شوی او عملیات به پیل کړي.